سه شنبه, ۲۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د پاکستان اقتصادي کړکېچ د نړیوال وجهي صندوق (IMF) د حکومونو له امله دی او دا کړکېچ  د خلافت، د الله سبحانه وتعالې او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم عوامرو او نواهیو ته د غاړې اېښودلو له لارې حلیږي
بسم الله الرحمن الرحيم
د پاکستان اقتصادي کړکېچ د نړیوال وجهي صندوق (IMF) د حکومونو له امله دی او دا کړکېچ د خلافت، د الله سبحانه وتعالې او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم عوامرو او نواهیو ته د غاړې اېښودلو له لارې حلیږي

خبر:

د ۲۰۲۲م، د جنوري په ۱۳مه، د پنجشنبې په ورځ د مالیاتو یوه جنجالي لایحه، چې د اضافي بوديجې په نامه یادېږي او ورسره د پاکستان د دولتي بانک د ۲۰۲۱م، اصلاحي لایحه د یوې اوږدې غونډې په ترڅ کې، چې د مخالفینو له خوا له سختو نیوکو سره مل وه تصویب شوه. دغه مالیاتي اصلایي لایحه او د پاکستان د دولتي بانک لایحه د ۲۰۲۱م، د دسمبر د میاشتې په ۳۰مه، وړاندې شوه. پکار ده چې د دې ډاډ تر لاسه شي، چې ایا د نړیوال بانګ یا (IMF) د پلاوي له لوري د ۶میلیارده تایید شوو ډالرو لپاره د پاکستان ۶مه څېړنه تایید شوي او که نه.

تبصره:

وروسته له هغې چې ۲۰۲۲-۲۰۲۱ کال لپاره کلنۍ بودیجه تصویب شوه، یوازې شپږ میاشتې وړاندې، د تحریک انصاف ګوند په مشرۍ فدرالي حکومت په چټکۍ سره اضافه مالیه وتپله، ترڅو د نړیوالې وجهې صندوق له شرایطو سره ځان برابر کړي او په دې توګه د فدرال دولت څه د پاسه د ۳۵۰ بېلیونو روپیو په ارزښت معاف شوې مالیه، بېرته واخیسته. د پاکستان د دولتي بانک اصلاحي لایحه، چې په ۲۰۲۱ م، کې تصویب شوې وه، د دغه بانک رییس ته یې صلاحیت ورکړی و، چې دوی به قضاء، اجراییه او پارلمان ته ځواب ویونکي نه وي. دوی په ښکاره توګه د پاکستان دولتي بانک نړیوال وجهې صندوق ته وسپاره، ځکه د دغه بانک اجراییوي رییس رضا باقر له نړیوال وجهې صندوق سره په بېلابېلو پوسټونو کار کړی او ورته باوري کس دی. په پټو سترګو د نړیوال وجهي صندوق ټول شرایط منل د فاسدو بې کفایتو او بیوروکراسیو دولتونو وظیفه ده، چې د پاکستان واکمنان غواړي خپل خلک په پور، انفلانسیون، بېکارۍ ، بې وزلۍ په کندو کې ډوب کړي.

په دې اړه تش په نامه مخالف ګوندونه، یوازې د دی انتظار باسي، چې څنګه ډیموکراسۍ ته داخل شي، دوی هم د اوسنیو واکمنانو په څېر د استعمار ګرانو امر ته په تمه دي، چې ښکاره بېلګه یې د دغو دوو لایحو تصویبول و، چې د همدې مخالفو ډلو غوښتنه وه. دغه راز دوی کولای شوای چې د بېلابېلو وسایلو په کارولو سره د دولت د دا ډول پرېکړو مخه ونیسي، خو د دغو احساساتي ګوندونو کادرونه یې د ستړي کېدو له لارې له پښو وغورځول.  

د انصاف مخالف ګوند په څېر، نور ګوندونه هم  په فکري لحاظ منحط ګوندونه دي او د پاکستان د اقتصادي ستونزو د حل لپاره کومه بدیله اجنډا نه لري. دوی غواړي چې د نړیوال وجهې صندوق له شرایطو سره سم د پانګوالۍ اقتصادي نظام پلی کړي. دغه ګوندونه یوازې د خلکو له احساساتو ناسمه ګټه اخلي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دوی هم د (PTI)  په څېر کار کوي. کله چې رسنیو ورڅخه پوښتنه وکړه چې که تاسې واک ته ورسېږئ، د ملي اسمبلې یوه مهم  مخالف غړي ځواب ورکړ، چې دوی به له نړیوال وجهې صندوق سره په دې اړه یو ځل بیا خبرې وکړي، چې د هغه پخوانۍ خبرې دي. 

د پاکستان ستونزه د اوسني غربي نظام په چوکاټ کې د ګوندونو، څېرو په بدلون نه حل کیږي، بلکې انقلابي بدلون ته اړتیا لري. اوس د دې وخت رارسېدلي، چې ډیموکراسي او دېکتاتوري له منځه یوسو او د نبوت پرطریقه اسلامی خلافت تاسیس کړو، ځکه چې په اسلام کې فرض دی. د اسلام اقتصادي نظام چې د خلافت له خوا به پلي کیږي، د پاکستان له پراخه سرچینو او ظرفیتونو څخه به ښه ګټه پورته کوي او له استعمار او استثمار څخه به یې ساتي. یوازې خلافت به الله سبحانه وتعالې او د هغه د رسول الله صلی علیه وسلم احکام اوامر او نواهي په رېښتیني توګه پلی کړي.

د اسلام اقتصادي نظام، چې د خلافت له خوا پلی کېږي، د پاکستان له پراخو منابعو او ظرفیتونو څخه د استعماري استثمار مخه نیسي. یوازې خلافت به د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول  صلی الله علیه وسلم احکامو او ممنوعاتو ته په کلکه رعایت کولو سره به د پاکستان ریښتینې وړتیا پوره کړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

{وَمَنْ يَّـتَّـقِ اللّٰهَ يَجْعَلْ لَّهٗ مَخْرَجًا}[الطلاق:۲]

ژباړه: څوک چې له الله تعالی ووېریږي، نو الله تعالی به د هغه لپاره له ستونزو د وتلو یوه لاره پیداکړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال انجنیر شهزاد شیخ

د حزب التحریر ـولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړن: محمد هارون ر‌ؤفی

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې